د اوکراين د پلازمينې کيف پوځي ادارې د مې په ۲۸ مه نېټه اعلان کړی چې دغه ښار د همدې ورځې په سهار وختي د بې پيلوټه الوتکو له تر ټولو لوی بريد سره مخ شو چې له امله يې يو کس وژل شوی او يو بل ټپي دی او د اوکراين هوايي ځواک د روسيې تر ۴۰ زياتې بې پيلوټه الوتکې نسکورې کړې دي، چې ټوټې يې د کيف پر يو شمېر ودانيو رالوېدلې او د اورلګېدنې سبب شوې دي.
د اوکراين هوايي ځواک په همدې ورځ خبر ورکړ چې د روسيې ۵۴ بې پيلوټه الوتکو د اوکراين پر شمال او جنوب او څو نورو برخو بريدونه وکړل.