شن جو ۱۶مه انسان وړونکې فضايي بېړۍ په بريالۍ توګه فضا ته وتوغول شوه
CMG2023/05/30 10:41:34
شريکول:

د بېجينګ پر وخت د ۲۰۲۳م کال د مې د ۳۰مې نېټې سهار په ۹ بجو ۳۱ دقیقو د چین د جیو چیوان سپوږمکۍ د توغولو په مرکز کې شن جو ۱۶مه انسان وړونکې فضايي بېړۍ د CZ-2Fد Yao 16 وړونکي راکټ له لارې فضا ته توغول شوې او څه نا څه ۱۰ دقیقې وروسته شن جو ۱۶مه انسان وړونکې فضايي بېړۍ په بريالۍ توګه له راکټ څخه جلا او ټاکل شوي مدار ته داخله شوې. د ستورمزلو حالت ښه دی او توغول یې په بشپړ ډول بریالي وو.

د شن جو ۱۶مه انسان وړونکې فضايي بېړۍ د الوتنې د دندې په اړه مطبوعاتي غونډه د مې د ٢٩مې نېټې سهار د چین د جيو چیوان سپوږمکۍ د توغولو په مرکز کې تر سره شوه. د چين د انسان وړونکو فضايي چارو وياند او د دې دفتر ویاند لين شي چیانګ په دې غونډه کې وويل، شن جو ۱۶مه انسان وړونکې فضايي بېړۍ به شاوخوا ۵ مياشتې په فضا کې پاتې شي او ټاکل شوې چې د روان کال په نوامبر کې بېرته راستنه شي.

لين شي چيانګ وويل، دا په روان کال کې د انسان وړونکې فضايي الوتنې د پروژې دوهم ماموريت دی او د فضايي سټېشن د پلي کولو او پرمختګ په مرحله کې د انسان وړونکې بېړۍ لومړی ماموريت هم دی. د دندې عمده موخه دا ده چې د شن جو ۱۵مې انسان وړونکې فضايي بېړۍ ستورمزل په فضايي سټېشن کې د شن جو ۱۶مې انسان وړونکې فضايي بېړۍ ستورمزلو ته مسووليت وسپاري او په فضا کې به يې د ۵ میاشتو لپاره کار پيل کړي. د نوې ډلې ستورمزل به د فضايي ساینس په اړه د ازموینو په ګډون یو لړ دندې تر سره کړي.