د چين په فضايي سټېشن کې به درې نور ستور مزلي خپلې دندې تر سره کړي
CMG2023/05/30 15:46:02
شريکول:

د چين د انسان وړونکو فضايي چارو دفتر د مې په ۲۹مه نېټه د شن جو ۱۶مې انسان وړونکې فضايي بېړۍ ۳ ستورمزلي اعلان کړل چې جينګ های پنګ، جو يانګ جو او های چاو نومېږي. دوی به د فضايي سټېشن د کارونې او پرمختګ په پړاو کې د انسان وړونکې الوتنې لومړۍ دنده تر سره کړي.

فضايي سټېشن به د عادي کارونو پړاو ته داخل کړي او د ستورمزليو دندو کې به څه بدلونونه راشي.

يو انجنير او د فضايي بيړيو د بار وړلو يو کارپوه د لومړي ځل لپاره د چين په فضايي سټېشن کې ميشت دي.

ستورمزلي به  له خپلې دندې څه هیلې لري؟ ستورمزلی جينګ های پنګ وايي، زما دنده د همغږۍ کارونه دي، مثلا له فضا څخه ځمکې سره تماسونه، د دندې لارښوونې او د ستورمزليو د امنيت تامينول. دا زما مهم مسوولیتونه دي.

جينګ های پنګ د شن جو ۱۶مې انسان وړونکې فضايي بېړۍ د قومندان په توګه درې ځلې فضا ته سفر کړی او د قوماندې دندې يې درلودلې او په بريالۍ توګه يې د شن جو ۷مې، ۹مې او ۱۱مې انسان وړونکې فضايي بيړيو دندې ترسره کړې دي.

 روان کال فضايي سټېشن عادي کارونه پيل کړي دي، خو پوښتنه دا ده چې دا ځل دنده د پخوا په پرتله څه توپيرونه لري؟

جينګ های پنګ وويل، د چين فضايي سټېشن د کارونې او پرمختګ پړاو ته داخل شوی، نو بايد ګن شمېر فضايي علمي ازموينې تر سره شي، چې ازموينې به لا نورې پېچلې، سختې او ستونزمنې وي. ستورمزلي به له بيړۍ نه بهر فعاليتونه تر سره کړي او د اړوندو تجهيزاتو د جوړولو او کارولو چارې به تر سره کړي. موږ به په اوږد وخت کې فضا کې د انسانانو د وزن حالت د ساتنې او د شن جو ۱۶مې انسان وړونکې فضايي بېړۍ د اوږد مهال الوتنې په هکله د څيړنې کارونه تر سره کړو. برسيره پر دې موږ يوه مهمه دنده لرو، چې له فضا څخه درسونه واخلو.

جينګ های پنګ وويل، چې فضايي سټېشن به نوي کارونه پيل کړي. د ده په قول د فضانوردۍ چارو لومړی انجنير او د فضايي بيړۍ د بار وړلو لومړی کارپوه به ورسره ګډ کار وکړي. د فضانوردۍ چارو لومړی انجنير به په عمده توګه په فضايي سټېشن کې د تجهيزاتو د جوړولو، ساتلو او ترميمولو دندې پر غاړه ولري. د فضايي بيړۍ د بار وړلو مسلکي کارپوه به په عمده توګه د علمي ازموينو چارې ترتيب کړي، چې د ازموينو لپاره د تجهيزاتو د کارولو، د ازموينو د ارقامو د اخيستلو او تنظيمولو او د ازموينو شرايطو د کنټرولولو، د ځينو حالاتو د تشریح کولو او څارګرۍ کارونه په کې شامل دي.

په چين کې د درېيمې ډلې ستورمزلي لومړی ځل په يادې دندې کې ګډون کوي. جو يانګ جو او ګوې های چاو دواړه له ۱۹۸۰ کال وروسته زيږيدلي او په دې ډلې کې شامل دي. جو يانګ جو وويل، چې هغه له کوچنيتوب څخه له فضايي چارو سره علاقه درلوده او خوب يې لیدلی، چې يوه ورځ فضا ته الوتنه وکړي.

ګوې های چاو يو پروفيسر دی. دوه کاله دمخه يې د ستورمزليو په تمرين پيل کړی او اوس ليوال دی چې د چين فضايي سټېشن له نږدې وګوري. هغه وويل: موږ د روزنې ډېر پوخ او بشپړ سيستم لرو او پخوانيو دوو ډلو ستورمزليو ټينګ بنسټونه جوړ کړي دي. اوس مې ذهني او بدني  تياريانې چمتو کړی او دغه دنده تر سره کوم. هغه فضا ته د خپل سفر په هکله وويل، ښايي چې فضا ته په لار کې د بې وزنۍ له امله ښه احساسات ونه لري. ممکن چېلنجونه وي، خو په حقيقت کې به ډېر په زړه پورې وي.

دی وايي: زه هېله لرم چې په دې بهير کې زياتې علمي لاسته راوړنې ومومم. له فضا څخه زموږ ځمکه، غرونه او سمندر کتل به حتمآ ډېر ښکلي وي.