د شن جو ۱۶م نمبر انسان وړونکې فضايي بېړۍ په بريالۍ توګه فضا ته وتوغول شوه
CMG2023/05/30 16:02:39
شريکول:

د چين د انسان وړونکې فضايي پروژې دفتر خبر ورکړی، چې د بېجينګ پر وخت د ۲۰۲۳م کال د مې د ۳۰مې نېټې په سهار ۹ بجو او ۳۱ دقيقو، د چانګ جنګ دوهم نمبر اېف ياو ۱۶م لېږدونکي راکيټ د جيو چيون د سپوږمکيو توغولو په مرکز کې د شن جو ۱۶م نمبر انسان وړونکې فضايي بېړۍ په وړلو سره فضا ته وتوغول شو. شاو خوا لس دقيقې وروسته، د شن جو ۱۶م نمبر انسان وړونکې فضايي بېړۍ په برياليتوب له نوموړوي راکيټ څخه جلا شوه او ټاکلي مدار ته ننوتلې ده، چې په دغه بهير کې د بېړۍ د ستورمزلو حالت ښه دی. دغه راز د شن جو ۱۶م نمبر انسان وړونکې فضايي بېړۍ د توغولو دنده په بريالۍ توګه تر سره شوې.

د شن جو ۱۶م نمبر انسان وړونکې فضايي بېړۍ به د ټاکلي پلان له مخې په چټک سرعت د فضايي سټېشن له ترکيبي برخې سره يو ځای شي او ستورمزلي به يې د شن جو ۱۵م نمبر انسان وړونکې فضايي بېړۍ له ستورمزلو څخه د کار مسوولیت واخلي.

د شن جو ۱۶م نمبر انسان وړونکې فضايي بېړۍ ستورمزلي به په فضايي سټېشن کې له خونې څخه فضا ته د حرکت فعاليتونه، علمي ازموينې او د فضايي سټېشن د تجهيزاتو د ځای پر ځای کولو، چلولو او ترميمولو دندې تر سره کړي.