مصر او ترکیه به ژر يو بل ته سفیران ولېږي
CMG2023/05/30 11:00:07
شريکول:

د مصر ولسمشرۍ ماڼۍ د مې په ۲۹مه نېټه د یوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، د دغه هېواد ولسمشر عبدالفتاح السيسي او د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان موافقه کړې چې ژر د خپلو ډيپلوماټيکو اړيکو کچه لوړه کړي او يو بل ته به سفيران واستوي. 

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر احمد داود اوغلو په تېره میاشت کې له خپل مصري سیال سره د کتنې په وخت کې ویلي، ترکیه او مصر به خپلمنځي اړیکې ښې کړي، ډيپلوماتیکې اړیکې به يې د سفیر کچې ته لوړې کړي. 

 وروسته له هغې چې د مصر پخوانی ولسمشر محمد مرسي په ۲۰۱۳م کال کې له واکه لرې کړی شو، د مصر او ترکیې ترمنځ اړیکې خرابې شوې او ډيپلوماتیکې اړيکې يې ټيټې کچې ته ورسېدې.

 دواړو خواوو په ۲۰۲۱م کال کې د لوړ پوړي ډيپلوماتانو مشورې بیا پيل کړې او له وروستیو څو میاشتو راهیسې د دواړو خواوو اړیکو د عادي کېدو تمایل زيات شوی دی.  (هیله)