د چین او عربي هېوادونو د همکاریز فورم د جګپوړو چارواکو ۱۸مه غونډه د مې په ۲۹مه نېټه د چین د سه چوان ولایت په چنګ دو ښار کې ترسره شوه.
په دغه غونډه کې د چین او عربي هېوادونو تر لومړۍ سرمشریزې، د همکاریز فورم د وزیرانو په کچه تر ۹مې غونډې وروسته د مختلفو کارونو د روانېدو پر حالت بحث شوی او ګډونوالو په بېلا بېلو ساحو کې د چین او عربي هېوادونو د اغېزمنې همکارۍ د هڅونې او د همکاریز فورم جوړونې د پیاوړتیا په اړه ژور بحث او د نظريو تبادلې وکړې.
د عربي هېوادونو استازو د چین او عرب لومړۍ سرمشریزې ډېره ستاینه وکړه چې د دواړو خواوو د ستراتيژيکو اړیکو د ټينګښت لپاره يې مهم لارښوونکی رول لوبولی دی. سربیره پر دې، دوی د چین ستاینه هم وکړه او ويې ويل چې چين تل د عربي هېوادونو د یووالي او همکارۍ ملاتړ کړی او د سیمې ستونزو د حل و فصل د هڅولو لپاره اغېزناک خدمتونه تر سره کړي دي.
دغو عربي استازو هیله وښودله چې په مختلفو برخو کې له چین سره همکارۍ لا ژورې کړي، او د دواړو خواوو خلکو ته لا زیاتې ګټې ورسوي. (هیله)