د سوريې پوځ د مې په ٢٨مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې اسرائيلو د همدې ورځې په شپه د دغه هېواد د پلازمېنې دمشق پر شاوخوا سيمو هوايي بريدونه کړي چې له امله يې يو شمېر تاسيساتو ته زيان اوښتی دی.
په یاده اعلامیه کې ویل شوي چې په ځايي وخت د روانې میاشتې د ۲۸مې نېټې د شپې په ۱۱بجو ۴۵ دقیقو اسرائیلو د ګولان له لوړو څخه د دمشق په شاوخوا ځینو ځایونو هوايي برید وکړ. د سوریې د هوايي دفاعي سیستم ځینې توغندي شنډ کړل. په دغه بريد کې يو شمېر تاسيساتو ته هم زيان اوښتى، خو مرګژوبله نه لري. په اعلامیه کې د برید د ځای په اړه مشخص جزیات نه دي ورکړل شوي.