د چین استازی: سمندر ته د جاپان له فوکوشيما برېښناکوټ څخه د اټومي ککړو اوبو له ایستلو سره ټینګ مخالفت کوو
CMG2023/05/30 10:40:52
شريکول:

د چين استازي د مې په ٢٧مه نېټه د سويس په جنيوا کې د روغتيا نړيوال سازمان د ٧٦مې غونډې په اړوندو بحثونو کې يوه وينا وکړه او سمندر ته يې له فوکوشيما برېښناکوټه د اټومي ککړو اوبو د ايستلو په اړه د جاپان له يو اړخيزې پرېکړې سره ټينګ مخالفت وکړ.

د چين استازي دې ته اشاره وکړه چې سمندر ته د اټومي ککړو اوبو د ايستلو تر ۱۰ کلونو وروسته به اړوند راډيونوکليډ (radionuclide) مواد د نړۍ ټولو سمندرونو ته خپاره شي. دا اقدام ټولو انسانانو ته د خطر لیږد دی، دا د جاپان شخصي مسئله نه ده، بلکې له نړیوالې عامې روغتیا سره تړلې لویه مسئله ده. د ډېرو هېوادونو او ښکیلو خواوو لخوا جدي اندیښنې څرګندې شوې. د چين استازي پر دې ټينګار وکړ چې جاپان بايد له بېلا بېلو خواوو سره موافقې ته له رسېدو مخکې له اجازې پرته د ذروي ککړو اوبو د ايستلو کار پيل نه کړي.