شي جين پينګ د ښوونې پر رول تاکيد وکړ
CMG2023/05/30 14:51:12
شريکول:

د چين د کمونېست ګند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو د مې د ۲۹مې نېټې په ماسپښين د ښوونې له لارې د ځواکمن هېواد د ابادۍ تر عنوان لاندې د ډله ييزې زده کړې ۵مه ناسته تر سره کړه. دغه ناسته د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ تر مشرۍ لاندې وشوه او هغه پکې وینا هم وکړه.

شي جين پينګ په خپله وينا کې پر دې ټينګار وکړ، چې د ښوونې د سمسورتيا په تکيه به هېواد اباد شي او د ښوونې د پياوړتيا پر مټ به هېواد ځواکمن شي. د ښوونې پرمختګ د سوسياليزم د عصري او ځواکمن هېواد د هراړخيزې ابادۍ ستراتيژيک بنسټ، د لوړې کچې د ساينس او ټېکنالوژۍ د خپلواکۍ او پرمختګ مهم ملاتړ، د خلکو د ګډ شتمن ژوند د هڅولو اغېزمنه لار او د چيني شکله عصري کېدو له لارې د چيني ملت د بيا سمورتيا لپاره بنسټيزه پروژه ده.

شي جين پينګ دې ته اشاره وکړه، چې د ښوونې د ورخلاصون سراتيژي او پلان دې بشپړ شي او له بهر څخه د با استعداده وګړو د راجلبولو او بهر ته د استعداد لرونکو وګړو لېږلو په دوو برخو کې دې برابر او ښه ګامونه پورته شي. نوموړي زياته کړه، چې چين بايد د ښوونې په نړيواله اداره کې فعال ګډون وکړي او د هېواد په داخل کې دې د بهرنيو محصلينو د زده کړو برنډ پياوړی کړي، څو بهر ته د چين کيسې، ګټورې تجربې او غږونه په ښه توګه ورسوي.