د شانګهای د همکارۍ سازمان د بېوزلۍ د کمولو او دوامدار پرمختګ په اړه فورم پرانیستل شو
CMG2023/05/30 10:55:30
شريکول:

د شانګهای د همکارۍ سازمان د بېوزلۍ د کمولو او دوامدار پرمختګ په اړه فورم د مې په ۲۹مه نېټه د شاان شي ولایت په يانګ لينګ ښار کې پرانيستل شو. د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې مرستيال او د شانګهای د همکارۍ سازمان د ښه ګاونډيتوب، دوستۍ او همکارۍ کميټې مشرې شن يو يو په دې فورم کې ګډون وکړ او يوه مهمه وينا يې وکړه.

مېرمن شن یو یو وویل، موږ غواړو د شانګهای همکارۍ سازمان له غړو هېوادونو سره د شانګهای پر روحیې ټينګار وکړو، د همکارۍ ګډې نظريې رامنځته کړو، د خلکو د هوساینې د ښه کولو لپاره هڅه کوو، د متقابلو ګټو پر بنسټ کار وکړو، د بېوزلۍ د کمولو په برخه کې همکارۍ پياوړې کړو او د ملکي سازمانونو رول ولوبوو ترڅو ګډ پرمختګ او سوکالۍ رامنځته شي او د شانګهای همکارۍ سازمان د ګډ برخلیک لانږدې ټولنې د جوړولو لپاره زيات خدمتونه وکړو. 

دغه فورم د شانګهای همکارۍ سازمان د اړوندې ادارې، د کليو د بيارغونې ملي ادارې او د شاان شي ولايت د حکومت له خوا په ګډه جوړېږي.