د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مې په ۲۹مه نېټه د ترکيې د ولسمشر په توګه د رجب طيب اردوغان د بيا ټاکل کېدو په پار نوموړي ته د مبارکۍ پيغام ولېږه.
شي جين پينګ وويل، چين او ترکيه دوه پرمختيايي او نوي بازارلرونکي هېوادونه دي او پراخې ګډې ګټې لري. په دې وروستيو کلونو کې د چين او ترکیې ترمنځ ستراتيژيکې همکاريزې اړيکې مخ پر وده روانې دي، په بېلابېلو برخو کې همکاریو فعال پرمختګ موندلی. هغه زياته کړې، چې د چين او ترکيې ترمنځ د اړيکو پرمختګ ته په درنه سترګه ګوري او غواړي له ولسمشر اردوغان سره په ګډه هڅه وکړي، د متقابلو مرکزي ګټو په اړه مسئلو باندې يو له بل څخه ملاتړ وکړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو ته سالم او ثابت پرمختګ ورکړي.