پوتین د اروپا د متعارفو وسله والو ځواکونو تړون د لغوه کېدو حکم لاسلیک کړ
CMG2023/05/30 11:06:48
شريکول:

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د مې په ۲۹مې نېټې د اروپا د متعارفو وسله والو ځواکونو تړون د لغوه کېدو حکم لاسلیک کړ. 

ناتو او وارساو دواړو سازمانونو په ۱۹۹۰م کال کې د اروپا د معتارفو وسله والو ځواکونو تړون لاسلیک کړ او په دغه تړون کې په دواړو نظامي سازمانونو کې د تعريف شويو وسلو عمومي شمېر او د څارنې لارو چارو په اړه مقررات ټاکل شوي. 

 د وارساو تړون سازمان او د شوروي اتحاد تر ړنګېدو وروسته، په ۱۹۹۹م کال کې د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان د مشرانو په غونډه کې د اروپا د معتارفو وسله والو ځواکونو تړون تعديل نامه تصویب شوه. بيا روسیې په ۲۰۰۴م کال کې دغه تعديل نامه منظور کړ، خو د ناټو غړو هېوادونو تر اوسه دغه تعديل نامه نه ده منظوره شوې. 

له دې امله چې ناټو په دوامداره توګه ختیځ ته پراخ کړی، روسیې په ۲۰۰۷م کال کې د یاد تړون تطبیق وځنډاوه. (هیله)