د اوکراین په شمول ځينو هېوادونو ته د چین د ځانګړي استازي د سفرونو معرفي
CMG2023/05/30 14:42:23
شريکول:

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ د مې په ۲۹مه نېټه په یوه خبري ناسته کې د اوکراین په شمول ځينو هېوادونو ته د چین حکومت د ځانګړي استازي لي هوې د سفرونو حالت بيان کړ. 

نوموړې وویل، ښاغلي لي هوې د مې له ۱۵مې نېټې څخه تر ۲۶مې نېټې پورې له اوکراین، پولند، فرانسې، جرمني، د اروپايي ټولنې عمومي مقر او روسیې څخه لیدنې وکړې، چې د اوکراین ناورین د سیاسي حل لپاره يې له مختلفو خواوو سره د نظریو تبادلې وکړې، د چین دريځ  يې څرګند کړ، مختلفو خواوو نظريې يې واورېدې او زياتې اجماع يې راغونډې کړې دي. دغو هېوادونو د ښاغلي لي هوې سفر ته ډېره پاملرنه کړې، د چین د دريځ ستاینه يې وکړه چې د سولې خبرې اترې يې ډېرې هڅولې. دوی هیله ښودلې چې چین د اوکراین کړکېچ د حل په چارو کې په دوامداره توګه رغنده رول ولوبوي. 

مېرمن ماو نینګ وویل، اوس د اوکراین ناورین په حساسه مرحله کې دی. چین به په راتلونکې کې د رئیس شي جين پينګ له لارښوونې سره سم له اړوندو خواوو سره د خبرو تبادلې او ډيالوګ پیاوړی کړي، متقابل باور او ګډې نظریې به زیاتې کړي او د اوکراین ناورین د سیاسي حل لپاره به خدمتونه وکړي. (هیله)