د ۲۰۲۳م کال د ايپيک د صنعتي او سوداګريزو چارو مشرانو د چين فورم به په جون کې تر سره شي
CMG2023/05/31 10:55:26
شريکول:

د چين د سوداګرۍ د هڅونې ټولنې او د چين نړيواله سوداګريزه ټولنه به د جون په ۱۷مه نېټه په بېجينګ کې د ۲۰۲۳کال د ايپيک د صنعتي او سوداګريزو چارو مشرانو د چين فورم تر سره کړي، چې د فورم عمده موضوع به د لا باکيفيته او تلپاتې پرمختیا ودې جوړول وي.

د چين د سوداګرۍ د هڅونې ټولنې مطبوعاتي وياندې وانګ لين جي د جون په ۳۰مه نېټه يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل، چې د چين، امريکا، روسیې، سينګاپور، ويتنام او فليپين په شمول د اسيا او ارام سمندر سيمې د صنعتي او سوداګريزو چارو استازي او کارپوهان به په انلاين او حضوري ډول په دغه فورم کې ګډون وکړي او د دې سيمې د سمون او ورخلاصون او د باکيفيته او پرمختللي صنعت او د زرغون پولي چارو په شمول د ګډې علاقې وړ مسئلو په هکله بحث وکړي.