په مسکو کې څو ودانۍ د بېپيلوټه الوتکو له بريد سره مخ شوې
CMG2023/05/31 11:25:24
شريکول:

د روسیې د پلازمېنې مسکو ښاروال سیرګي سوبیانین د مې په ۳۰مې په ټولنیزو رسنیو کې وویل، د مسکو څو ودانۍ د همدې ورځې په سهار وختي د بېپيلوټه الوتکو له بريد سره مخ شوې دي. هلته اړوند اوسېدونکي خوندي ځای ته لېږل شوي او د خلکو سخته مرګ ژوبله نه ده رامنځته شوې، یوازې دوه کسان درملنې ته اړتیا لري. 

نوموړي وویل، ژغورونکي کسان ویجاړ شویو ودانیو ته رسېدلي دي. اوس د دې پېښې پلټنه هم روانه ده. 

د نننۍ روسیي اژانس د دغه هېواد د بېړني حالت وزارت په قول وویل، یاد بريد د مسکو د هوايي ډګرونو پر روانو چارو ډېره منفي اغېزه نه ده کړې، یوازې په ۲ هوايي ډګرونو کې ۱۰ پروازونه لغوه شول، د نورو هوايي ډګرونو کارونه عادي روان دي. (هیله)