برېښنایي سوداګرۍ د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د کرنیزو توکو بازار ته نوی محرک ځواک ورکړی
CMG2023/05/31 15:37:35
شريکول:

چين په ۲۰۱۳م کال کې د يو کمربند او يوې لارې وړانديز مطرح کړی چې له تېرو لسو کلونو راهيسې، چين د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې له پرتو هېوادونو سره د کرنیزو توکو د سوداګرۍ کچه په دوامدار ډول زياته شوې ده. د چين د برېښنایي سوداګرۍ د چټک پرمختګ له کبله او د ملګرو هېوادونو د حکومتونو او تصديو تر ګډې هڅې لاندې، برېښنایي سوداګرۍ د یو کمربند او يوې لارې د کرنیزو توکو د بازار د سمسورتيا لپاره نوی محرک ځواک ګرځېدلی دی.

د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو ګڼ شمېر ځانګړي کرنیز توکي د برېښنایي سوداګرۍ له لارې د چين بازار ته ننوتلي او له دې امله د کرنیزو توکو سوداګري زیاتېږي.

د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۲م کال کې د چين او د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو ترمنځ د کرنیزو توکو د برېښناییزې معاملې اندازه ۲ ميليارډو او ۲۹۰ ميليونو ډالرو ته رسېدلې، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳۵.۳ سلنه زیاتوالی ښيي. تر ۲۰۲۲م کال پورې، چين له ۲۹ هېوادونو سره د برېښنایي سوداګرۍ دوه اړخيز همکاريز ميکانيزم جوړ کړی او له دې امله يې د کرنیزو توکو د بازار لپاره نوي فرصتونه برابر کړی.