شي جين پينګ د چین کمونېست ګوند د ۲۰م مرکزي کمېسيون د ملي امنیتي کمېټې لومړۍ ناستې مشري وکړه
CMG2023/05/31 11:16:24
شريکول:

د چین کمونېست ګوند د ۲۰م مرکزي کمېسيون عمومي منشي، د دولت رئیس، د مرکزي پوځي کمیسیون مشر او د یاد مرکزي کمېسيون د ملي امنیتي کمېټې رئیس شي جين پينګ د مې د ۳۰مې نېټې په ماسپښين د يادې کمېټې لومړۍ ناستې مشري وکړه.

شي جين پينګ په دغه ناسته کې مهمه وینا وکړه او په خپلو خبرو کې يې پر دې ټينګار وکړ، چې چینایان باید د چین کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرس روحیې دې پوره تطبیق کړي، د ملي امنیت پر وړاندې پېچلي او ستونزمن وضعیت دې ښه وپېژني، د ملي امنیت د مهمو مسئلو په پار دې سم چلند غوره کړي، د ملي امنیتي سیستم او اړوند توان جوړونه دې وهڅوي او د نوي امنیتي شکل په کارولو سره دې د پرمختګ نوی حالت تضمین کړي  څو د ملي امنیت ساتلو په برخه کې نوی بریالیتوب تر لاسه شي. (هیله)