په زيمبابوې کې د بنديزونو ضد ډلې له امریکا د اوښتو زیانونو د جبران غوښتنه وکړه
CMG2023/05/31 10:56:08
شريکول:

په زيمبابوې کې د بنديزونو ضد ګډې ټولنې د مې په ۲۹مه نېټه په پلازمېنه هارارې کې د دغه هېواد سترې محکمې ته دعوه وړاندې کړې او څه باندې شل کاله راهيسې يې پر دغه هېواد د بنديزونو له امله له امريکا څخه د جبران غوښتنه وکړه.

د دغې ټولنې بنسټ ايښوودنکې او مطبوعاتي وياندې سالي ينګوني وويل، چې له تېرو شلو کلونو راهيسې زيمبابوې د امريکا لخوا تر ناقانونه بنديزونو لاندې سخت زيانمن شوی، چې له دوی څخه د جبران غوښتنه کوو.

په استعماري پېر کې د زيمبابوې اکثرې ځمکې په ځانګړې توګه ځينې ښه کيفيت لرونکې ځمکې د سپين پوستو وګړو په ملکیت کې وې.

 د زيمبابوې حکومت له ۲۰۰۰ کال څخه د ځمکو په اصلاحاتو پيل کړی او د سپين پوستو په لاس کې ځمکې يې بېرته حکومت ته سپرالې او تورو پوستو وګړو ته يې وېشلې دي. دغه کړنې د امريکا په شمول لوېديځ هېوادونه سخته ناراضه کړي دي.

د ۲۰۰۱م کال د دسمبر په ۲۱مه نېټه د امريکا د وخت ولسمشر جورج بوش د زيمبابوې د ډيموکراسۍ او اقتصاد د اعاده کولو قانون منظور کړ او له دې نه يې پر دغه هېواد بنديزونه لګولي دي.