له۸۰ سلنې زيات بهرني تصدۍ: ښايي په چين کې د روان کال ګټې برابرې يا زياتې کړو
CMG2023/05/31 10:35:22
شريکول:

د چين د سوداګرۍ د هڅونې ټولنې د مې په ۳۰مه نېټه (د ۲۰۲۳کال په لومړۍ ربعه کې په چين کې د بهرنيو پانګونو د چاپېريال د څېړنې راپور) خپور کړ. د راپور له مخې، له اتيا سلنې زياتو بهرنيو تصديو اټکل کړی، چې روان کال به په چين کې د خپلو ګټو انډول  برابر يا زيات شي.

د شمېرنې له مخې، د روان کال له جنورۍ څخه تر مارچ پورې په چين کې د کارول شويو بهرنيو پانګونو اندازه ۴۰۸ميليارډ او ۴۵۰ ميلونه يوانو ته رسېدلې، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴اعشاريه ۹سلنه زياته شوې ده.

شمېرنې ښيي، چې د روان کال په لومړۍ ربعه کې په چين کې د فرانسې، برېټانيا او جرمني د پانګونې اندازه په جلا جلا توګه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۶۳۵اعشاريه ۵سلنه، ۶۸۰اعشاريه ۳سلنه او ۶۰اعشاريه ۸سلنه زياتوالی موندلی.

 د جاپان، سويس او کوريا جمهوريت د پانګونې اندازه په جلا جلا توګه ۴۷اعشاريه ۷سلنه، ۴۷اعشاريه ۴سلنه او ۳۶اعشاريه ۵سلنه زياته شوې ده.

 د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو د پانګونې اندازه ۲۷اعشاريه ۸سلنه زياته شوې ده.