د چین د دولت رئیس شي جين پينګ په دې وروستیو کې د بنګله دېش نجلۍ الفه چین ته ځوابي پيغام ولېږه او پکې يې دغه نجلۍ هڅولې چې د خپلې هیلې د عملي کولو لپاره په زده کړه کې کوښښونه وکړي او د چین او بنګله دېش ترمنځ عنعنوي دوستي نوره هم خپره او پراخه کړي.
الفه چين په ۲۰۱۰م کال کې وزېږېده، د دې مور د زړه ناروغۍ په لرلو سره د زوکړې په وخت کې له سختو ستونزو سره مخ وه. د چین د سمندري پوځ د هه پينګ فانګ جو په نوم طبي بېړۍ هغه وخت د بنګله دېش له چاتوګرام څخه په لیدنه بوخته وه، کله چې دوی ته د مرستې غوښتنه ورسېدله، پوځي ډاکترانو سمدلاسه ځايي روغتون ته تللي او د الفه چين د مور لپاره طبي عملیات يې تر سره کړل. په اخر کې د دغې نجلۍ او مور يې خوندي وساتل شول، د دې پلار له چین څخه د مننې څرګندولو لپاره خپله لور الفه چین ونوموله (هیله)