چين د تعليمي او تحصیلي چارو د پرمخ بېولو هڅه کوي
CMG2023/05/31 15:27:18
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو چې د دغه ګوند د مرکزي کمېټې د تشکيلاتي او لارښوونکي ارګان رول لوبوي، د مې په ۲۹ مه د دغه هېواد د تعليمي او تحصیلي چارو د څېړنې لپاره يوه ځانګړې غونډه ترسره کړه او د دغه ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جین پینګ په دغه غونډه کې د اړوندو کارونو سپارښتنه وکړه. ولې چين او څنګه تعليمي او تحصیلي چارو ته پرمختګ ورکوي او دغه کار يې د چيني شکله عصري کېدو بهير لپاره څه اهميت لري او نړۍ ته څه ګټې رسولی شي؟ په دغه ليکنه کې دغو پوښتنو ته ځوابونه ورکول شوي دي.

ولې چين د پياوړي تعلیمي او تحصیلي هېواد د ابادۍ په هڅه کې دی؟

شي جين پینګ ويلي، سمسورې او پياوړې تعليمي او تحصیلي چارې د هېواد د سمسورتيا او پياوړتيا سبب کېږي. چينایانو له پخوا راهيسې روزنیزو چارو ته ډېره پاملرنه کړې او ۵۰۰۰ کلن کلتور يې د همدې ټکي ښودنه کوي. چينايان هڅه کوي چې د چيني شکله عصري بهير د پرمخ بېولو له لارې هېواد پياوړی کړي او همدا د تعليمي او تحصیلي چارو له پرمختګ سره نږدې تړاو لري. د شي جين پينګ په نظر، پیاوړې تعليمي چارې د عصري او پياوړي هېواد د ابادۍ او د باکيفيته علمي پرمختګ مهم اساس دی، دغه راز د ټولو ولسونو د ګډو شتمنېدو اغېزمنه لاره او د چیني ملت د لويې بیا سمسورتيا بنسټيزه پروژه هم ده.

چين څنګه تعليمي او تحصیلي چارو ته پرمختګ ورکوي؟

شي جين پینګ د ولسونو په محور سياست غوره کوي او د همدې مفکورې په اساس يې د تعليمي او تحصیلي چارو د پرمختګ پلان جوړ کړی دی. هغه له اړوندو ادارو څخه غوښتنه کوي چې د خلکو خوښې تعليمي او تحصیلي چارې پرمخ يوسي، ښوونيز عدالت دې پياوړی کړي، د روزنیزو چارو په برخه کې دې د کليو او ښارونو، سيمو او ښوونځيو ترمنځ واټن کم کړي، څو هر ماشوم له عادلانه او باکيفيته ښوونې څخه برخمن شي.

شي جين پينګ د هېواد باکيفيته پرمختګ ته خدمت کول د تعلیمي چارو د پرمختګ يوه مهمه دنده بللې او ويلي يې دي چې چين د روزنیزو چارو ترڅنګ د ساينس او تخنيک پرمختګ او د بااستعداده کسانو روزلو ته هم پاملرنه کوي او له دې لارې د هېواد باکيفيته پرمختګ ته ډېر خوځنده ځواک ورکوي.

د چين د تعليمي او تحصیلي چارو پرمختګ نړۍ ته څه ګټې رسولی شي؟

لرغوني چیني کلتور ځکه له تېرو زرګونو کلونو راهيسې دوامدار پرمختګ کړی، چې چينایانو په پرانيستې رويې د بهرني  کلتور غوره ځانګړتياوې جذب کړې او له دې لارې يې خپل کلتور ټولشموله کړی او پرمختګ يې پیاوړی کړی دی.

ځينو لوېديځو هېوادونو د چين د پرمختګ د مخنيوي په موخه تخنيکي محدوديتونه پرې لګولي او د چيني محصلينو دوه ګونی چلند کوي. شي جين پينګ له دې سره سره بيا هم ويلي، چې دولت به يې د پرانيستي پرمختګ مفکورې ته دوام ورکړي، د نړۍ له غوره ښوونيزو او نوښتګرو سرچينو څخه به ښه استفاده وکړي، څو چين د نړۍ مهم او اغېزناک ښوونيز مرکز وګرځي. دغه راز چين به د نړیوالو ښوونيزو چارو د پرمختګ لپاره کار وکړي، بهرنيو محصلينو ته به زيات ښوونيز فرصتونه برابر کړي، د ساينس او تخنيک په برخه کې به د نړۍ ورخلاصون، باور او همکارۍ پیاوړې کړي او هڅه به وکړي چې زيات نوښتګر تخنيکي پرمختګونه ومومي او د بشري تمدن د پرمختګ لپاره زيات خدمتونه وکړي.