د برازيل ولسمشر پر ونزویلا د امریکا بندیزونه غندي
CMG2023/05/31 10:36:10
شريکول:

د برازيل ولسمشر لويس اناسيو لولا دا سيلوا د مې په ۲۹مه نېټه پر امريکا سخته نيوکه وکړه، چې پر ونزويلا بنديزونه لګوي او يو ځل بيا يې د ډالرو د مقام د لرې کولو خبرې وکړې.

نوموړي په همدې ورځ د ونزويلا له ولسمشر نيکولاس ماډورو موروس سره له خبرو اترو وروسته خبري رسنيو ته وويل، چې امريکا پر ونزويلا بنديز لګوي او دا د امريکا تېروتنه ده، دغه سخت او درانه بنديزونه د جګړې په نسبت ډېر زيانمن کوونکي دي.

لولا دا سيلوا زياته کړه، چې د بريکس هېوادونه اوس د يورو د فکر له مخې خپله نوې پيسه جوړوي چې د دغه سازمان د غړو تر منځ په تجارت کې به وکارول شي. هغه وويل، چې په دې حال کې موږ بیا کولی شو د ډالرو په نه اتکا کولو سره تجارت وکړو.