په سوډان کې اوربند ۵ ورځې غځېږي
CMG2023/05/31 11:09:50
شريکول:

د سوډان کړکېچ ښکېلو خواوو یانې د سوډان وسلوالو ځواکونو او چټک ملاتړ کوونکو ځواکونو د مې په ۲۹مې نېټې موافقه کړې چې د اوربند تړون ۵ ورځې وغځېږي. خو یادو دواړو خواوو په همدې ورځ په پلازمېنه خرطوم کې سخته جګړه هم وکړه.

د شواهدو له مخې، د سوډان وسلوالو ځواکونو په شمالي خرطوم او ومدورمن کې د چټک ملاتړ کوونکو ځواکونو پر دواړو اډو بمبارۍ وکړې، دغو ځواکونو د هوايي دفاعي توغندیو له لارې ځوابي حملې وکړې.

یادو دواړو خواوو د مې په ۲۰مه نېټه د سعودي عربستان په جده ښار کې د یو تړون په لاسلیکولو سره د لنډمهالي اوربند او د بشردوستانه چارو د فعالیت په اړه هوکړه وکړه . دغه اوربند د مې په ۲۲مې نېټې پيل شوی او تر ۷ ورځو پورې يې دوام درلود. (هیله)