چین ګانګ د ټېسلا شرکت له اجرایوي مشر سره وکتل
CMG2023/05/31 11:18:54
شريکول:

د چین د دولتي شورا غړي او د بهرنیو چارو وزیر چین ګانګ د مې په ۳۰مې په بېجینګ کې د ټېسلا (Tesla)شرکت له لومړي اجرایوي مشر اېلن مسک سره وکتل. 

چین ګانګ وویل، چین بېلا بېلو هېوادونو تصدیو ته د بازاري، قانوني او نړیوال سوداګریز چاپېریال د برابرولو لپاره کوښښونه کړي او کوي يې. د چین او امریکې ترمنځ ښې، ثابتې او رغندې اړیکې د دواړو هېوادونو او حتی د نړۍ لپاره ګټورې دي. د دواړو هېوادونو د اړیکو ټينګښت باید د متقابل درناوي، په سوله کې د ګډ ژوند او د ګډو ګټو پر بنسټ د همکارۍ پر اصولو روان وي. 

مسک وویل، د امریکې او چین ګډې ګټې نه جلا کېدونکي دي، ټېسلا شرکت له چین سره د سوداګریزو اړیکو له پرې کولو سره مخالفت کوي او غواړي په چین کې خپلې چارې لا پراخې کړي چې د چین پرمختګ له ګټور فرصت څخه ګټې واخلي. (هیله)