بېجینګ: امريکا بايد د چين ملي حاکميت، امنيت او ګټو ته درناوی وکړي
CMG2023/05/31 10:34:36
شريکول:

د یوه خبر له مخې د امريکا په حواله، چين په رسمي توګه په سينګاپور کې د شانګريلا ډيالوګ په ترڅ کې د دواړو هېوادونو د دفاع وزيرانو تر منځ د کتنې بلنه رد کړه. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د مې په ۳۰مه نېټه يوه نوبتي خبري ناسته کې په دې هکله وويل، چې امريکا په نظامي چارو کې د دواړو هېوادونو تر منځ د خبرو اترو په وړاندې د خنډونو په لامل ښه پوهېږي.

وياندې ماو نينګ پر دې ټينګار کړی، چې امريکا بايد د چين ملي حاکميت، امنيت او ګټو ته واقعي درناوی وکړي، سمدستي ناسمې کړنې دې اصلاح کړي، صميميت دې وښيي او د دواړو هېوادونو تر منځ د پوځي خبرو اترو لپاره اړين چاپېريال او شرايط برابر کړي.