د چين د دفاع وزارت وياند تان که فې د مې په ۳۱مه نېټه د چين او امريکا د دفاع وزيرانو ترمنځ د کتنې ردولو په اړه د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل او څرګنده يې کړه چې اوس مهال د دواړو هېوادونو د پوځونو ترمنځ ستونزې موجودې دي او پړه يې د امريکا پر غاړه ده.
وياند تان که فې وويل چې چين له امريکا سره د دواړو هېوادونو د پوځونو اړيکو پرمختګ او د مختلفو کچو تګ راتګ ته په درنه سترګه ګوري او په حقيقت کې د دغو پوځونو ترمنځ اړيکې لا تر اوسه نه دي پرې شوې.
هغه پر دې ټينګار وکړ چې ډيالوګ دې د اړوندو اصولو پر بنسټ تر سره شي او تګ راتګ دې لاندينۍ کرښه ولري.
اوس مهال د دوو پوځونو ترمنځ ستونزې موجودې دي چې پړه يې د امريکا پر غاړه ده. امريکا له يوې خوا له چين سره د تګ راتګ د پياوړتيا ادعا کوي، له بلې خوا د چيني لوري اندېښنو ته په نه پام سره لا خنډونه جوړوي او خپلمنځي متقابل باور خرابوي. دا د دوو لوريو ترمنځ د تګ راتګ په ګټه سمه رويه نه ده.
نوموړي زياته کړه چې امريکا بايد په واقعي توګه خپلې کړنې اصلاح کړي او د دوو لوريو د تګ راتګ لپاره لازمې اسانتياوې او ښه فضا برابره کړي.
( سپوږمۍ)