د ۲۰۲۳م کال جونګ ګوان څون فورم په برياليتوب پای ته ورسېد
CMG2023/06/01 14:51:18
شريکول:

د ۲۰۲۳م کال جونګ ګوان څون فورم په دې وروستيو کې پای ته ورسېد. د دغه فورم د جوړېدو په شپږ ورځني بهیر کې د «پرانيستې همکارۍ او راتلونکی» تر عنوان لاندې د فورم د عمومي غونډې، نندارتونونو، د ټکنالوژۍ د معاملې، د لاسته راوړنو د خپرېدو مراسمو او تخنيکي سياليو په شمول څه باندې سل فعاليتونه تر سره شول او د ۸۰ هېوادونو او سيمو مېلمانه د دغه فورم لپاره په بېجينګ کې راغونډ شول. په دغه فورم کې د شاو خوا ۱۱ ميليارډو او ۴۰۰ ميليونو ډالرو په ارزښت د ۱۲۹ پروژو تړونونه لاسليک شوي.

د دغه فورم په ترڅ کې د پاليسۍ، تدبيرونو او څېړنيزو راپورونو په برخو کې يو لړ مهمې لاسته راوړنې خپرې شوې دي. د جونګ ګوان څون د ځانګړي صندوق او د جونګ ګوان څون له کمرکي مالياتو د معاف کېدونکی زون جوړونې رسمي اجازه تر لاسه کړې. دغه راز د بېجينګ لخوا د نورو زياتو ساينسپوهانو، د تصديو خاوندانو او پانګوالو د راجلبولو لپاره به لا ښه زمينه برابره شي. په بېجينګ کې د پانګونې سرمشريزه، چې د نوموړي فورم يوه برخه ده، هم ترسره شوه او پکې د شاو خوا ۲۰ مليارډو او ۲۰۰ ميليونو په ارزښت د ۱۵۲ پروژو لپاره د پانګې د راجلبولو لېست خپور شو.     


عکس: په بېجينګ کې د پانګونې سرمشريزه