بېجينګ: امریکا باید سمدلاسه د جاسوسۍ لپاره چین ته د جنګي بېړیو او الوتکو د لېږلو مخه ونيسي
CMG2023/06/01 10:05:37
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د مې په ۳۱مه نېټه په يوه خبري غونډه کې د چين له خوا د امريکا د پوځي الوتکې د درولو په اړه وويل چې امریکا بايد سمدلاسه د جاسوسۍ لپاره چین ته د جنګي بېړيو او الوتکو د لېږلو په څېر پاروونکې کړنې ودروي.

ویاندې ماو نینګ وویل، امريکا له اوږدې مودې راهیسې د چين د نژدې څارنې لپاره بېړۍ او الوتکې لېږلې چې په جدي توګه یې د چين ملي حاکميت او امنيت ته زیانونه رسولي دي. دا ډول پاروونکې او خطرناکې کړنې د سمندري امنيت د مسئلو اصلي لامل دی. امريکا بايد سمدلاسه د دغه ډول خطرناکو پاروونکو کړنو مخه ونيسي او چين به د خپل ملي حاکميت او امنيت د خوندیتوب لپاره لازم تدبيرونه ونیسي.