ولادیمير پوتین: پر مسکو برید د اوکراین ترهګریزه کړنه ده
CMG2023/06/01 09:46:05
شريکول:

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د مې په ٣٠مه وويل چې اوکراين د روسيې او اوکراین خلکو ته ګواښونه کړي او پر استوګنیزو تاسیساتو يې بريدونه کړي چې دا د ترهګریزو فعاليتونو ښکاره نښه ده. د روسیې د دفاع وزیر سیرګي شویګو د مې په ۳۰ مه د ملي دفاع وزارت په یوه غونډه کې وویل چې اوکراین د ناټو له وسلو څخه په استفادې سره د روسیې پر ملکي تاسیساتو او د روسيې پر عامو وګړو ترهګریز بریدونه کړي دي، د روسیې وسله والو ځواکونو په دې اړه تر ټولو سخت غبرګون وښود.

د اوکراین د هوايي ځواکونو ویاند ایګنات د مې په ۳۰مه نېټه پر مسکو د بې پیلوټه الوتکې د برید په اړه وویل چې دا پېښه د روسيې کورنۍ مسئله ده او د روسیې د حکومت ضد وسله والې ډلې به په پر له پسې توګه د روسيې حکومت لپاره ستونزې جوړې کړي.