شي جين پينګ د ماشومانو د نړيوالې ورځې په مناسبت د چين ماشومانو ته مبارکي ورکړه
CMG2023/06/01 09:30:34
شريکول:

د ماشومانو د نړيوالې ورځې د رارسېدو په درشل کې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مې د ۳۱مې نېټې په سهار د بېجينګ يوينګ ښوونځي ته ولاړ او هلته يې له ښوونکو او زده کوونکو د حال احوال پوښتنه وکړه او د يادې ورځې په مناسبت يې د چين ماشومانو ته مبارکي او نېکې هيلې وړاندې کړې.

شي جين پينګ د ليدنې په ترڅ کې وويل، چې تنکي ځوانان او ماشومان د هېواد راتلونکی او د چيني ملت هیله ده. نوموړي هيله وښودله، چې دغه زده کوونکي د ځواکمن هېواد د ابادۍ او د ملي سمسورتيا لپاره د ښې زده کړې هوډ ټينګ کړي.