د اېلن مسک څرګندونې د واشنګټن سیاستوالو ته د غور وړ دي
CMG2023/06/01 14:57:46
شريکول:

د امریکا د ټېسلا (Tesla)شرکت لومړي اجرایوي مشر اېلن ریوي مسک د مې میاشتې له ۳۰مې چین ته بیا سفر پيل کړ. د چین د دولتي شورا غړي او د بهرنیو چارو وزیر چین ګانګ ورسره وکتل. مسک له چین ګانګ سره په کتنه کې وویل، ټېسلا شرکت له چین سره د اقتصادي اړیکو له پرېکون سره مخالفت کوي، د امریکې او چین ترمنځ ګټې ډېرې نږدې دي، لکه د دوو نه بېلېدونکو غبرګولو ماشومانو په شان نه جلا کېږي. په داسې حال کې چې د چین او امریکې اړیکې له ستونزو سره مخ دي، مسک د زیاتو امریکايي سوداګرو نظریې څرګندې کړې دي.

مسک تل د چین بازار ته ډېره پاملرنه کړې. هغه درې کاله مخکې په شانګهای کې بازار ته د Model 3 ډول برېښنايي موټر د وړاندې کېدو په ننداریزو مراسمو کې ګډون کړی و. ټېسلا له درېیو کلونو راهیسې په چیني بازار کې ډېر کوښښونه کړي او د پام وړ بریالیتوبونه يې تر لاسه کړي دي. تېر کال د ټېسلا د شانګهای ځایي فابریکې لخوا  ۷۱۰ زره برېښنايي موټرونه پلورل شوي او دغه شمېر په ګردې نړۍ کې د ټېسلا شرکت  د برېښنايي موټرونو د پلورنې عمومي اندازې نیمه برخه نیولې. سږ کال په تېرو ۴ میاشتو کې ټېسلا شرکت په چیني بازار کې ۱۷۰ زره برېښنايي موټرونه پلورلي دي  او دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په نسبت ۶۱ سلنه زیات شوی دی.

په روان کال کې، د اپلApple ، J.P.Morgan Chase مورګن چېس اوGeneral Motors Company عمومي موټري کمپنی په شمول د امریکې د څو لویو شرکتونو جګپوړو مامورینو په جلا جلا توګه چین ته سفرونه کړي. د امریکې حکومت تصدۍ هڅولې چې له چین سره پرېکون وکړي، خو د امریکايي تصدیو جګپوړو چارواکو په وار وار سره چین ته سفرونه کړي. له دې څخه ښکاري، چې د چین پرمختګ نړۍ ته ګټور فرصتونه برابروي.

د چین د سوداګرۍ وزیر تېره اوونۍ په شانګهای کې د امریکايي تصدیو له استازو سره خبرې اترې وکړې او په خپلو خبرو کې يې پر دې ټينګار وکړ، چې چین به د لوړې سویې ورخلاصون ته دوام ورکړي، او د ګډو ګټو تر لاسه کولو لپاره د امریکايي تصدیو هرکلی کوي.

د چین حکومت شمېرې ښيي، چې په تېرو ۵ کلونو کې چین کې د بهرنیو سوداګرو د مستقیمو پانګونو د ګټو انډول 9.1 سلنې ته رسېدلی.

له امریکې سره د سوداګرۍ په اړه د چین ټولنې د پلټنې له مخې، په چین کې 66 سلنه امریکايي تصدۍ به په راتلونکو ۲ کلونو کې په چیني بازار کې خپلې پانګونې تهیه او یا هم زیاتې کړي.

له دې څخه څرګندېږي چې امریکايي تصدۍ ښې پوهېږي، چې د امریکا حکومت د چین د پرمختګ مخنیوي تګلاره به د تصدیو ګټې زیانمنې کړي، دوی نه غواړي د سیاست لپاره قرباني شي. واشنګټن په دې وروستیو کلونو کې د خپل تسلط ساتلو لپاره د لوړې ټکنالوژۍ په برخه کې له چین سره پرېکون ډېر هڅولی، دغې کړنې يې له بازاري مقرراتو او د عادلانه او مساوي سیالۍ له اصولو سره په ټکر کې دي. د ګردې نړۍ د تولید او عرضې ځنځیرونو ثبات يې ویجاړ کړی او نړیوال اقتصاد ته يې د بې ثباتۍ عوامل برابر کړي دي.

د برې‍ټانيې د فاینشیل ټایمز ورځپاڼې څو ورځې مخکې د یوې لیکنې په خپرولو سره وویل، لوېديځ هېوادونه دا نیت لري چې د چین پرمختګ په مخنیوي سره له ګواښونو ځانونه خوندي کوي، خو دغه کار يې پخپله تر ټولو لوی ګواښ دی.

د چین او امریکې اقتصادي اړیکې ټينګې دي او د ګډو ګټو پر بنسټ همکارۍ يې د دواړو هېوادونو او حتی نړۍ له ګټو سره سمون لري. دا پر واقعیتونو ولاړ  او تایید شوي مالومات دي.

چین تل له امریکې سره د اړیکو ښه والي لپاره دوستانه رویه لري. خو د دې کار عملي کول د واشنګټن سیاستوالو کوښښونو ته اړتیا هم لري.