وانګ يي د جرمني صدراعظم د بهرنيو چارو له سلاکار سره وکتل
CMG2023/06/01 09:45:15
شريکول:

د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او د دې کمېټې د بهرنيو چارو د دفتر مدیر وانګ يي په بېجينګ کې د جرمني صدراعظم د بهرنيو چارو له سلاکار پروټنر سره وکتل.

وانګ يي وويل، چين او جرمني د هر اړخيزو ستراتيژيکو همکارانو په توګه دې نه يوازې دوه اړخيزې اړيکې ټينګې کړي، بلکې له نړيوالو ننګونو سره د ګډې مقابلې لپاره هم خدمتونه وکړي. د اوسني بې ثباته نړيوال او پېچلي وضعیت پر وړاندې، چين او جرمني بايد په غوره توګه د دواړو هېوادونو د حکومتونو ترمنځ د اوومې دورې سلا مشورې وکړي او اروپا او نړۍ ته مثبت پیغام واستوي.

پروټنر وويل چې د جرمني او چين اړيکې ټينګ او پیاوړی بنسټ لري او جرمني به د يو چين د پېژندنې پر تګلارې ټينګار وکړي. موږ د جرمني او چین د حکومتونو ترمنځ د نوې دورې سلا مشورې ته سترګې په لار یو او په ګډه به د تیاریو بېلا بېلې چارې تر سره کړو.