د اټومي انرژۍ نړيوالې ايجنسۍ د کارپوهانو ډلې د مې له ۲۹مې نېټې څخه له جاپان څخه په خپلې ۵ ورځنۍ ليدنې پيل کړی دی. د جاپان رسنيو خبر ورکړ چې دا د وروستي رپوټ له خپرېدو مخکې په فوکوشيما کې سمندر ته د ذروي ککړو اوبو د ايستلو له پروژې څخه د دغه ايجنسۍ وروستی امنيتي څار دی. له ۱۱ هېوادونو څخه راغلي کارپوهان به په دې ۵ ورځو کې د جاپان حکومت او د توکيو برېښنا شرکت له استازيو سره وګوري، د اړوندو تاسيساتو او تجهيزاتو پلټنه به وکړي او پلان لري چې په جون کې يو رپوټ پرې خپور کړي.
جاپان بايد نړيوالې ټولنې ته لاندې ۵ مسئلې روښانه کړي.
لومړۍ، د ذروي ککړو اوبو د حل په پار سمندر ته یې ايستل يوازنۍ لاره ده کنه؟
دوهمه، د توکيو برېښنا شرکت لخوا د ذروي ککړو اوبو شمېرې د باور وړ دي کنه؟
درېيمه، د ذروي ککړو اوبو د پاکولو تجهيزات په رښتيا سره اغېزه لري کنه؟
څلورمه، جاپان ولې تر اوسه سمندر ته د ذروي ککړو اوبو د ايستلو په اړه کومه علمي ارزونه نه ده تر سره کړې؟
پنځمه مسئله دا چې، جاپان ولې له ګاونډيو او د ارام سمندر ټاپوګانو هېوادونو سره په دې اړه پوره سلامشوره نه کوي؟
( سپوږمۍ)