بېجینګ: د اوکراين د ذروي برېښناکوټ د امنيتي مسئلې د حل لپاره دې اسانتياوې برابرې شي
CMG2023/06/01 10:00:58
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين د دايمي استازي مرستيال ګنګ شوانګ د مې په ۳۰مه نېټه په امنيت شورا کې د اوکراين د ذروي تجهيزاتو د امنيتي مسئلې د څارنې په ترڅ کې له بېلابېلو خواوو څخه وغوښتل، چې د ډيالوګ د بيا پيل او په ښه ډول د ذروي برېښناکوټ د امنيتي مسئلې د حل لپاره ښه شرايط برابر کړي.

ګنګ شوانګ په خپله وينا کې ويلي، چې د زاپورژيا ذروي برېښناکوټ امنيتي مسئلې يوازې د اوکراين د بحران یوه برخه ده او د اوکراین بحران د سیاسي حل سره نژدې تړاو لري. بېلابېلې خواوې باید د سولې او ګډ امنیت له لحاظه د ډيالوګ د بيا پيل او د ذروي برېښناکوټ د امنیت په شمول د اړوندو مسئلو د حل لپاره ښه شرايط برابر کړي. مهم اغېز لرونکي هېوادونه باید پکې مسئولانه او رغنده رول ولوبوي او بحران نور سخت نه کړي. چين به د سوله ييز ډيالوګ د جوړېدو لپاره هڅه وکړي او د اوکراين بحران په سياسي حل کې به رغنده رول ولوبوي.