رسيپ په ۱۵لاسليک کوونکو هېوادونو کې نافذ شو
CMG2023/06/02 14:38:01
شريکول:

د چين د سوداګرۍ وزارت د خبر له مخې، د سيمې د هراړخیزو اقتصادي همکاريزو اړيکو تړون يا رسيپ (RCEP) د ۲۰۲۳م کال د جون په دويمه په فليپين کې نافذ شو او پدې سره دغه تړون د استراليا، چين، جاپان، کوريا جمهوريت او نوي زيلنډ په ګډون په ټولو هغو ۱۵ هېوادونو کې، چې دغه تړون يې لاسليک کړی، نافذ شو.

د چين د سوداګرۍ وزارت په وينا، په ټولو لاسليک کوونکو هېوادونو کې د رسيپ تړون نافذېدل د دې ښکارندويي کوي، چې دغه ۱۵ هېوادونه په ټينګ هوډ او رښتينو کړنو د  پرانيستنې، ازادۍ، عدالت، ټولشموليت او اصولو پر اساس څواړخيز سوداګريز سيستم ساتي او دا به د سيمې د اقتصادي يووالي بهير ته قوی او خوځنده ځواک ورکړي، د ختيځې اسيا سوداګرۍ او پانګونې به اسانه کړي او د سيمې او نړۍ په دايمي او ثابتې اقتصادي وده کې به مرسته وکړي.