د ترينيداد او توباکو ډیپلومات د ملګرو ملتونو د ۷۸مې عمومي اسمبلۍ د رئيس په توګه وټاکل شو
CMG2023/06/02 11:03:15
شريکول:

د جون په لومړۍ نېټه، په ملګرو ملتونو کې د ترينيداد او توباکو دايمي استازی دينس فرانسيس د م.م د ۷۸مې عمومي اسمبلۍ د رئيس په توګه وټاکل شو.

فرانسيس له ټاكل كېدو وروسته په خپله وينا كې ژمنه وكړه، چې هغه به د ټولو غړو هېوادونو د مساوي حقوقو اصول وساتي، په شفافه او مسئولانه توګه به خپل ماموريت سر ته ورسوي، د روغې جوړې، همکارۍ او په ګډه د ننګونو لرې کولو لپاره هڅې وکړي، ګټور او اغېزمن ډيالوګ به پرمخ بيايي، کاري تمرکز به روښانه او ګډ هدف به پياوړی کړي.

فرانسيس به د سږ کال په سپتمبر کې د ښاغلي کوروسي کسابا پر ځای د ملګرو ملتونو د ۷۸مې عمومي اسامبلۍ د رئيس په توګه کار  پیل کړي او د ده د ماموريت موده به د يو کال لپاره دوام ولري. (ژباړه: شکريه)