انټوني بلينکن: امريکا او اروپا د چین خطر پر لرې کولو فکر کوي
CMG2023/06/02 15:05:48
شريکول:

د راپورونو له مخې، د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن د مې په ٣١مه رسنيو ته وويل، چې امريکا او اروپا له چين سره د تقابل، سړې جګړې يا د اړیکو له پرې کولو په لټه کې نه دي، بلکې د "خطر پر لرې کولو" ډېر  فکر کوي. په دې اړه د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د جون په لومړۍ نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، چې د "خطر د لېرې کولو" لپاره بايد لومړی دا معلومه کړو، چې "خطر" څه شی دی.

 ماو نينګ وويل، چين په کلکه د لوړې کچې ورخلاصون ته وده ورکوي او د بېلا بېلو هيوادونو د شرکتونو لپاره پراخ بازار، قانوني او نړيوال سوداګريز چاپېريال برابروي. چين پر متقابل درناوي او ګټې ټينګار کوي او له نورو هيوادونو سره  سوداګرۍ او ټکنالوژيکي پانګونې او همکاري تر سره  کوي، په کلکه نړيوال عدالت او برابري ساتي او د خبرو اترو او مشورې له لارې د توپيرونو د حل هڅونه کوي. همدا ډول چين د نورو لپاره خطر نه دی، بلکې ورته فرصتونه برابروي. د نړۍ پر وړاندې واقعي ګواښونه ډله ييز تقابل، "نوې سړې جګړې"، د نورو په کورنیو چارو کې لاسوهنه، د سیمه ایز ناورین راپارول، اقتصادي او سوداګريزو ستونزو ته سیاسي رنګ ورکول، د تولید او اکمالاتو د نړيوالو ځنځيرونو د ثبات کمزوري کول، د نورو پر سر اقتصادي او پولي خطرونو تپل او کله نا کله د نړيوالو شتمنيو غلا کول دي. نړيواله ټولنه بايد بېدار واوسي او د دغو ګواښونو پر وړاندې دې ګډه مقابله وکړي.