د سوداګرۍ نړیوال سازمان د مې په ۳۱ مه د يوه نوي راپور په خپرولو سره وويل، چې د ۲۰۲۳م کال په لومړۍ ربعه کې د مالونو نړیواله سوداګري لاهم کمزورې وه، خو په دويمه ربعه کې ښايي ښه والی پکې راشي.
د سوداګرۍ نړيوال سازمان د نوي راپور له مخې، د مالونو د نړيوالې سوداګرۍ د فعاليتونو شاخص ۹۵.۶ ښيي، چې تر معياري سويې (۱۰۰) کم دی.
دغه سازمان د روان کال په مارچ کې راپور خپور کړی و، چې له مخې يې د مالونو د نړيوالې سوداګرۍ د فعاليتونو شاخص ۹۲.۲ ښودل شوی ؤ.