مېرمنې پنګ لي يوان له نړيوالو څخه افريقايي يتيمانو ته د زیاتو پاملرنو غوښتنه وکړه
CMG2023/06/02 11:01:06
شريکول:

(( چين او افريقا په ګډه د ماشومانو زړه ګرموي)) فعاليت د ماشومانو له سږنۍ نړیوالې ورځې مخکې د چين د دولت رئيس د مېرمن پنګ لي يوان او د افريقا د لومړیو مېرمنو پرمختګ فدراسيون په ګډ وړانديز پيل شو او په جريان کې يې په افريقايي هېوادونو کې د چين سفيرانو او د ميشتو طبي ډلو کارکوونکو د ځايي يتيم خانو د يتيمانو  د حال پوښتنه وکړه، د هغوی روغتيايي معاينې یې وکړې او د ژوند اړين توکي يې  ورکړل.

د چین د دولت رئيس مېرمن پنګ لي يوان په خپلو خبرو کې هيله وښوده، چې (( چين او افريقا په ګډه د ماشومانو زړه ګرموي)) فعاليت به افريقايي ماشومانو ته د نړيوالو زياته پاملرنه او مينه راجلب کړي، څو افريقايی ماشومان روغ او جوړ لوی شي او د چين او افريقا د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره نوی او ښه خدمت وکړي.