په بهر کې د چين د انټرنيټي ادبياتو د ثبت شويو لوستونکو شمېر له ۱۰۰ ميليونو څخه اوښتی
CMG2023/06/02 10:29:08
شريکول:

(د ويتنام د پلازمينې هانوی په يوه کتاب پلورنځي کې د چين د انټرنيټي ادبياتو کتابونه )

(( په اسيا کې د چين د انټرنيټی ادبياتو د پراخوالي او پرمختګ راپور)) په دې وروستيو کې د چين په هانګ جو ښار کې خپور شو. د دغه راپور له مخې، اسيا د چين د انټرنيټي ادبياتو د ډېرو خپرېدو سيمه ده. په ۲۰۲۲م کال کې د اسيا په بازارونو کې د چين د انټرنيټي ادبياتو اندازه يو ميليارډ او ۶۰۰ ميليونو يوانو ته رسېدلې او د ثبت شويو لوستونکو شمېر يې (Subscribers) له ۱۰۰ ميليونو تنو څخه اوښتی دی، چې له دې جملې څخه د اندونيزيا، فيليپين، ماليزيا او هند په شمول، د جنوب ختيځې اسيا او جنوبي اسيا د لوستونکو ونډه له ۸۰ سلنې لوړه ده.

د ۲۰۲۳م کال د چين د انټرنيټي ادبياتو اوونيز کمپاين اوس په هانګ جو ښار کې روان دی. د معلوماتو له مخې، تېر کال د چين د انټرنيټي ادبياتو د ليکوالو شمېر له ۲۲ ميليونو تنو څخه او په بهر کې د چين د انټرنيټي ادبياتو بازاري اندازه له ۳ ميليارډو يوانو څخه اوښتې ده. 

 

د انټرنيټي ادبياتو په نندارتون کې