د سویډن مرکزي بانک: د هیواد پر پولي سیستم خطرونه زيات شوي دي
CMG2023/06/02 15:41:50
شريکول:

د سویډن مرکزي بانک د جون په لومړۍ نېټه «د پولي ثبات راپور» خپور کړ، ویې ویل چې د پيسو پړسوب او لوړ بانکي سود د هیواد د پولي سیستم ثبات ته ګواښونه کوي. اوس دغه ډول خطرونه مخ په ډېرېدو دي.

 راپور په ګوته کوي، چې له ۲۰۲۱م کال راهیسې د نړۍ د پيسو پړسوب کچه په تېرو لسیزو کې په تر ټولو چټکۍ سره لوړه شوې ده. پایله دا شوې، چې پولي سیاست ژر سخت شوی، د مادي توکو او مالي شتمنیو بیې ټیټې شوې، د بازار بې ثباتي زیاته شوې، او مالي شرایط هم په ښکاره ډول سخت شوي دي.