له چا سره کتنه د چين د سولې مفکورې څرګندويي کوي
CMG2023/06/02 22:37:00
شريکول:

په دې وروستيو ورځو کې د څه باندې ۴۰ هېوادونو او سيمو د دفاعي او امنيتي څانګو استازي سينګاپور ته رسيدلي او د جون په دوهمه به په شانګريلا ډيالوګ کې ګډون وکړي.

د جون د لومړۍ نېټې په سهار، د چين د دولتي شورا غړي او دفاع وزير لي شانګ فو د سينګاپور له دفاع وزير هوانګ يونګ هونګ سره وکتل.

د شانګريلا ډيالوګ برخه وال او د نظامي علومو اکاډمۍ څېړوونکي څاو يانګ جونګ ويلي، چې سينګاپور تل پر خپلواکې ډيپلوماتيکې تګلارې ټينګار او کار کړی او کولی شي، چې د ختيځو او لويديځو کلتورونو د پيوستون له لحاظه په سيمه ييزو او نړيوالو اړيکو کې خپل مقام او د اسيا او ارام سمندر سيمې په امنيت کې د اسيان رول وپېژني.

سوله بايد د کوښښونو له لارې رامنځته شي او د همکارۍ له لارې وساتل شي، نه دا چې د کوم هېواد له خيرات څخه تر لاسه کېدای شي. دغه نظريه د چين او سينګاپور ګډه نظريه ده او هم ګام په ګام د زياتره اسيايي هېوادونو ګډه نظريه ګرځي.

يو هېواد، چې د اسيا او ارام سمندر سيمې نه بهر پروت دی، خو په شانګريلا ډيالوګ کې یې ګډون کړی، د غیر همغږۍ غږ پورته کړی.

ولې چين په سينګاپور کې د شانګريلا ډيالوګ په ترڅ کې د چين او امريکا د دفاع وزيرانو تر منځ د کتنې بلنه رد کړې؟

وګورو چې امريکا د شانګريلا ډيالوګ له پيل مخکې څه کار کوي؟ په دې وروستيو کې د امريکا يوه اکتشافي الوتنه د جنوبي سمندرګي تش نوم نړيوالې هوايي سيمې ته ننوتلې او له نژدې يې پر چين اکتشافي فعاليت تر سره کړی.

د چين او امريکا د دفاع وزيرانو ترمنځ د کتنې په هکله د امريکا د مبالغه امیزه تبليغاتو کړنې همدغه دي، چې له يوې خوا په حواله له چين سره د تبادلې د پياوړتيا غږ کوي او له بلې خوا يې د چين پاملرنې ته سترګې پټې کړي او د دواړو خواوو ترمنځ پر اړيکو کې يې خنډونه جوړ کړي او د دواړو هېوادونو د ځواکونو ترمنځ متقابل باور ته يې سخت زيانونه رسولي.

امريکا غواړي د کړکېچ د جوړولو له لارې له چين سره تبادله وپاروي. د امريکا منطق دا ده، چې که چين غوښتنه رد کړي، چين به د سولې د ويجاړوونکي رول ولوبوي. د امريکا د اکتشافي الوتکې پېښه د ياد منطق يوه بېلګه ده.

که امريکا د چين د پرمختګ د مخينوي نظريه بدله نه کړي، د چين او امريکا د ځواکونو ترمنځ د سلامشورو زيات ميکانيزمونه د دواړو خواوو ترمنځ د تبادلې لپاره ضمانت نه شي برابرولی.