چين سوريې ته مرستندويه ساده کورونه سپارلي
CMG2023/06/02 10:40:21
شريکول:

چين د مې په ۳۱ مه سوريې ته ۲۲۵ هغه ساده کورونه، چې له سوري زلزله ځپلو سره يې د مرستو لپاره جوړ کړي،  وسپارل. د دغو کورونو د سپارلو په مراسمو کې، په سوريه کې د چين لوی سفير شي هونګ وی او د سوريې د سيمه يیز مديريت او چاپيريال وزير حصین محلوف ګډون کړی و.

د چين لوی سفير شي هونګ وی دغو مراسمو ته په وينا کې سوريه د چين ښه ملګری او ښه ورور هېواد  وباله او ویې ویل، چې هېواد يې د روان کال له پيل راهيسې کله چې سوريه کې سخته زلزله وشوه، له سوري زلزله ځپلو سره د مرستو هڅې کړې او د سوري زلزله ځپلو سيمو د بيارغونې په برخه کې به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د سوريې د سيمه يیز مديريت او چاپيريال وزير حصین محلوف د چين له مرستو څخه مننه وکړه او دغه مرستې يې پر وخت او ارزښتناکې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د لرغونې دوستۍ نښه  وبلله.