لي هوی : چين به د اوکراين بحران د سياسي حل لپاره هڅو ته دوام ورکړي
CMG2023/06/03 10:32:02
شريکول:

د اروپا او اسيا د چارو لپاره د چين ځانګړي استازي لي هوی د جون په ۲ مه په بېجينګ کې د دغه هېواد د عامه ډيپلوماتيکې ټولنې غونډې ته په وينا کې وویل، چې هېواد به يې د اوکراين بحران د سياسي حل لپاره هڅو ته دوام ورکړي.

ځانګړي استازي لي هوی د مې له ۱۵ مې تر ۲۶ مې پورې اوکراين، پولنډ، فرانسې، جرمني، د اروپايي ټولنې مقر او روسيې ته سفر وکړ او د دې سفر په جريان کې يې د اوکراين بحران د سياسي حل لپاره له بېلابېلو خواوو سره خبرې وکړې.

دا لومړی ځل دی، چې چيني پلاوي د اوکراين بحران د سياسي حل لپاره اړوندو هېوادونو ته سفر کوي.

نوموړي وويل، بېلابېلې خواوې د اوکراين بحران د سياسي حل لپاره د چين هڅې ستايي او د دغه بحران د سوله ييز حل هيله لري. په داسې حال کې، چې جګړه مخ په  سختېدو ده، ډېره مهمه ده، چې  بېلابېلې خواوې ګډ نظرونه راټول کړي او موافقې ته ورسېږي، څو د دغه بحران د وروستي حل لپاره زمينه برابره  شي.

دغه راز نوموړي وويل، چې بېلابېلې خواوې د دغه بحران منفي اغېزو ته ډېره پاملرنه کوي  او د اټومي تجهيزاتو او وسلو د خطرونو، بشري ناورین او د غلودانو د خوندیتوب له امله ډېرې اندېښنې لري.

ښاغلی لي هوی د چين يو ډېر تجربه کار ډيپلومات دی او د اروپا او اسيا د چارو په اړه يې ډېرې مطالعې کړې دي. هغه وويل، اوکراين، روسيې او اروپايي هېوادونو ډېرې نږدې اقتصادي، کلتوري او ټولنيزې راکړې ورکړې درلودې، خو اوس يې اړيکې پرې شوي او له دې امله دغو هېوادونو ته تر ټولو زيات زيانونه رسېدلي دي، نو د بحران ژر حل د بېلابېلو خواوو لپاره ډېرې ګټې لري.

لي هوی زیاته کړه، چې چين تل د سولې پلویتوب کوي او غور کوي، چې يوځل بيا خپل پلاوی اړوندو هېوادونو ته وليږي ، تر څو د اوکراين بحران د سياسي حل لپاره نظرونه  راټول کړي.