د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې رئيس شي جين پينګ د جون په ۲مه په بېجينګ کې د کلتور د دوام او پرمختګ په ناسته کې ګډون او وينا وکړه.
شي جين پينګ په خپله وينا کې وويل، چې د کلتوري سمسورتيا ، د پياوړي کلتوري هېواد جوړونې او د چيني ملت د عصري تمدن ابادۍ ته دوام ورکول، په نوې زمانه کې، د چينايانو نوې کلتوري دنده ده.
ده زیاته کړه، چې چينايان بايد پر خپل کلتور باور زیات کړي، خپل مسئوليت پر غاړه واخلي او د نوې زمانې د کلتور جوړولو او د چيني ملت د عصري تمدن د ابادۍ لپاره دې هڅې وکړي.
شي جين پينګ د دغې ناستې له جوړېدو مخکې د چين د نشراتو او کلتور له ملي ارشيف او د چين د تاريخ له څېړنيز انسټيټيوټ څخه هم ليدنه وکړه.