چين د سوډان له اړوندو خواوو وغوښتل، چې سمدستي اوربند وکړي
CMG2023/06/03 10:28:07
شريکول:

د ملګرو ملتونو امنيت شورا د جون په ۲مه له سوډان سره د هراړخيزو انتقالي مرستو مودې د اوږدولو په هکله پرېکړه ليک تصويب کړ، چې له مخې به یې یاده موده د ۲۰۲۳کال د ډسمبر تر ۳مې نېټې پورې اوږده شي.

په ملګرو ملتونو کې د چين د دايمي استازي مرستيال ګنګ شوانګ وويل، چې د سوډان د سولې او ثبات ساتنه د نړيوالې ټولنې ګډه هیله ده.

ده زیاته کړه، چې چين د سوډان د نښتو له ښکېلو خواوو څخه بيا غوښتنه  کوي، چې سمدلاسه اوربند وکړي، د سياسي خبرو اترو له لارې ستونزې حل کړي او د دايمي اوربند د لايحې او د سياسي ترتيباتو لپاره زمينه برابره کړي.