د شانګريلا ۲۰ م ډيالوګ د جون په ۲مه په سينګاپور کې پرانيستل شو، چې د ۴۰ هېوادونو او سيمو د ملي دفاع او امنيتي ارګانونو نږدې ۶۰۰ استازو پکې ګډون کړی او د چين د امنيتي وړانديز، د اسيا او ارام سمندر سيمې د ثبات او بيلانس او د سيمې د کړکېچ د ارامولو په اړه يې خبرې اترې کړې دي.
د معلوماتو له مخې به د دغه ډيالوګ په جريان کې اووه عمومي غونډې، د وزيرانو دوه غونډې او شپږ ځانګړي فورمونه ترسره شي او ګډونوال به يې د سيمې د امنيت پر تودو مسئلو تمرکز وکړي.