د لوېديځو هېوادونو تصدۍ نه غواړي له چين سره اقتصادي اړيکې پرې کړي
CMG2023/06/03 09:33:44
شريکول:

د چين د موټرو د بازار په هکله د معلوماتو ټولنې د شمېرنې له مخې، د امريکا د ټېسلا (Tesla) شرکت د موډېل (Model) Y موټر د ۲۰۲۳م کال په مارچ کې د چين د موټرو په بازار کې تر ټولو غوره پلورل شوی ماډل ګرځېدلی دی، چې د پلورلو شمېر ۶۱۶۶۷ ته رسېدلی دی. د ټېسلا شرکت اجرائيه مشر اېلن مسک د مې په ۳۰مه نېټه له چين څخه ليدنه وکړه. د چين د دولتي شورا غړي او بهرنيو چارو وزير چين ګانګ له مسک سره ملاقات وکړل او مسک وويل، چې د امريکا او چين اړيکې ټينګې دي او لکه د دوو يو ځای شويو ماشومانو په شان نه جلا کېږي. د ټېسلا شرکت د چين او امريکا د اقتصادي اړيکو له پرې کېدو سره مخالفت کوي او غواړي چې په چين کې خپلې چارې پراخې کړي او د چين د پرمختګ فرصتونه وکاروي.

سره له دې چې د واشنګټن حکومت د چين اقتصادي پرمختګ ته د ګواښ په سترګه ګوري او د توکو برابرولو په نړيوال ځنځير کې د تش په نامه د چين ګواښ لرې کوي. خو د امريکا په شمول د لوېديځو هېوادونو د تصديو پر وړاندې چين ګواښ او خطر نه دی، بلکې د فرصتونو او ګټو استازيتوب یې کوي.

د امريکا حکومت تل د اقتصاد، ټکنالوژيو او پولي سيستم په شمول ساحو کې د مشري کولو د مقام په هکله ژوره لېوالتيا لري. د نړۍ بېلا بېل اقتصادونه د اقتصاد د نړيوال کېدو بهير منلی دی، خو امريکا غواړي له خپلو ملګرو سره د دغه بهير پر ضد چارې تر سره کړي، له چين سره اقتصادي ځنځير پرې کړي، پر چيني ټکنالوژيو فشار واچوي او له چين سره تجارت ودرېږي. خو د امريکا په شمول د لوېديځو هېوادونو د صنعتي او سوداګريو چارو شخصيتونه او سوداګران په چين کې د پانګونې او له چيني تصديو سره د همکاريو په هکله څرګنده او خپلواکه ټاکنه او علاقه لري.

د بلومبرګ خبري اژانس د مې په ۳۰مه نېټه خبر ورکړ، چې د ټېسلا مشر مسک له چين سره د اقتصادي اړيکو له پرې کېدو سره مخالفت کوي او دغه څرګندونه د امريکا د اپل شرکت، د مرسېډېس بينز ګروپ او د ساينس او ټکنالوژۍ د ځينو شرکتونو له مشرانو سره يو شان دریځ دی. دوی ټول په پرانيستي ډول له چين سره د ښو اړيکو د ساتلو پر اهميت ټينګار کړی دی. په چين کې د امريکا د جې پي ايم ګروپ د ۱۹مې نړيواله سرمشریزه د مې په ۳۱مه نېټه په شانګهای ښار کې پرانيستل شوه. د معلوماتو له مخې، د نړۍ د ۳۷هېوادونو او سيمو څه باندې ۲۶۰۰ ګډون کوونکي په دغه دوه ورځنۍ غونډه کې برخه اخلي او په ټوله نړۍ کې د تر ټولو لوړ اغېزه لرونکو پانګونو او هغو تصديو په استازيتوب کوي، چې عمومي بازاري ارزښت ۴۵۰۰بيليارډ ډالرو ته رسېږي.

د چين د سوداګرۍ د هڅونې ټولنې د مې په ۳۰مه نېټه (د ۲۰۲۳کال په لومړۍ ربعه کې په چين کې د بهرنيو پانګونو د چاپېريال د څېړنې راپور) خپور کړ. د راپور له مخې، له اتيا سلنې زياتو بهرنيو تصديو اټکل کړی، چې روان کال به په چين کې د خپلو ګټو انډول  برابر يا زيات شي. د شمېرنې له مخې، د روان کال له جنورۍ څخه تر مارچ پورې په چين کې د کارول شويو بهرنيو پانګونو اندازه ۴۰۸ميليارډ او ۴۵۰ ميلونه يوانو ته رسېدلې، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴اعشاريه ۹سلنه زياته شوې ده. شمېرنې ښيي، چې د روان کال په لومړۍ ربعه کې په چين کې د فرانسې، برېټانيا او جرمني د پانګونې اندازه په جلا جلا توګه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۶۳۵اعشاريه ۵سلنه، ۶۸۰اعشاريه ۳سلنه او ۶۰اعشاريه ۸سلنه زياتوالی موندلی.

د امريکا په شمول د لوېديځو هېوادونو تصديو او د چيني بازار تر منځ ښې اړيکې او په چين کې د دغو تصديو د پانګونې لېوالتيا او يو لړ ارقام ټول دا څرګندوي، چې حکومت هر ډول تګلارې غوره کوي، تصدۍ له چين سره ټينګې اړيکې ساتي.

چين په ټينګار سره د لوړې سويې د ورخلاصون هڅونه کوي، د بېلا بېلو هېوادونو تصديو ته د بازاري کېدو او نړيوال کېدو لپاره لا ښه سوداګريز چاپېريال جوړوي او د امريکا په شمول د بېلا بېلو هېوادونو د تصديو لپاره ستر راجلبوونکی توان لري، دغه تصدي نه غواړي د چين د پرمختګ فرصتونه له لاسه ورکړي.

خو د امريکا حکومت په ټينګه توګه غواړي له چين سره د مقابلې اقتصادي تګلارې غوره کوي، چې د خپل هېواد د تصديو او خلکو له غوښتنو سره سمون نه لري او د دغو تګلارو نتيجه به ځان ته تاوانونه ورسوي، حتی د ټولې نړۍ پر اقتصاد او ټکنالوژيو پرمختګ ته منفي اغېزې خوروي.