د امريکا ولسمشر جوبايډن د جون په ۲ مه د ټوپک د تاوتریخوالي په اړه د پوهاوي ملي ورځ په پار د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې يوازې په تېر کال کې په امريکا کې تر ۴۰ زرو زيات خلک د ډزو پېښو له امله مړه شوي، نوموړي يوځل بيا د دغه هېواد له پارلمان او ايالتي حکومتونو څخه وغوښتل، چې د ملي امنيت د ساتلو لپاره اقدامات وکړي او د ټوپک د مدیریت قانوني لايحه تصويب کړي.