د ايران بهرنيو چارو وزير امير عبداللهيان او د سعودي عربستان بهرنيو چارو وزير فيصل بن فرحان بن عبدالله آل سعود د جون په ۲مه په جنوبي افريقا کې د بريکس هېوادونو د غړو د بهرنيو چارو وزيرانو د غونډې په ترڅ کې وکتل او د ذات البيني مسئلو په هکله يې بحثونه وکړل.
د سعودي عربستان بهرنيو چارو وزير فيصل بن فرحان دې ته په اشارې وويل، چې دغه هېواد او ايران ترمنځ د اړيکو پرمختګ په نوي پړاو کې دی او دا د دواړو هېوادونو او د دې سیمې له ګډو ګټو سره سمون لري.
هغه زياته کړه، چې په نژدې راتلونکې کې به له ايران سره ليدنه وکړي.